ولسمشر غني: د عوایدو په راټولولو کې هیڅ پلمه او نرمښت د منلو وړ نه دی

روهي (یوه نۍ/۲۳ د لیندۍ)، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي عوایدو عالي بورډ غونډې نن له غرمې مخکې، دعوایدو راټولولو په برخه کې شته ستونزې وارزولې.  

غني نن په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې په ۱۳۹۹ کال کې د عوایدو راټولولو په برخه کې ټاکلې موخې ته د مالیې وزارت په نه رسېدو خپله نارضایتي څرګنده او په همدې موخه یې خپلې ارزونې پیل او څو غونډې رهبري کړې. 

ولسمشر غني د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې سره د حکومت مالي ژمنو ته په اشارې وویل، د عوایدو په راټولولو کې هیڅ پلمه او نرمښت د منلو وړ نه دی. 
د نوموړي په خبره، چې په دې برخه کې شته ټولې ستونزې او خنډونه باید په اساسي توګه له منځه یووړل شي.

نوموړي په دې غونډه کې د هغو شرکتونو او ادارو نومونه هم واخیستل چې  د مالیې له ورکړې پاتې دي غني ماليې وزارت ته امر وکړ چې له کام ایر هوایي شرکت، روشن مخابراتي شرکت، افغان تيلي کام، د نفتو او ګاز شرکت، د ملي پراختیا ملاتړې او عملیاتي ادارې او ټولو پوروړو دولتي او غېر نادولتي بنسټونو څخه دې ژر تر ژره مالیې ترلاسه کړي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې مالیې وزارت دې د عوایدو راټولولو واضح پلان په چوکاټ کې ټاکلې موخې ته د رسېدو لپاره خپلې عملي هڅې چټکې کړي.