د تېر کال په پرتله بریدونه کم شوي خو د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ وايي افغانستان لا هم له ترهګرۍ تر ټول ډېر اغېزمن هېواد دی


روهي (یوه نۍ/۲۳ د لیندۍ)، تازه د افغانستان په اړه د امریکا د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په خپل کالني راپور کې وایي، چې افغانستان د تېر کال په پرتله د کمو ترهګریزو بریدونو شاهد و خو په وینا لا هم په نړۍ کې له ترهګرۍ تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد دی

دا  انسټیټیوټ وايي، چې تېر ۲۰۱۹ کال د نړۍ په کچه په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله ۴۱ سلنه خلک وژل شوي چې د ۸۷ سلنه زیموار یې طالبان بلل شوې دي.

ددې راپور په یوه برخه کې راغلې چې:"په ۲۰۱۹کال کې طالبان د نړۍ تر ټولو خونړۍ ډله وه، خو دې ډلې ته په تړلو وژنو کې اتلس سلنه کموالی راغلی او په دې کال کې د دې ډلې له خوا د وژل شویو کسانو شمېر ۴.۹۹۰ دی، چې د سولې وروستیو هڅو په دې برخه کې د پام وړ مثبت اغېز کړی".

طالبانو د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د وروستي راپور په غبرګون تر اوسه څه نه دي ویلې، خو ویل کې چې دې ډلې په خپله جنګي تګلاره کې بدلون راوستی او پر افغان امنیتي ځواکونو یې خپل بریدونه زیات کړي دي، د راپور پر بنسټ چې روان کال یې تر دا مهاله ۱.۸۳۵ امنیتي سرتېري وژلي دي.

راپور زیاتوي، چې په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې ترهګرۍ ددې هېواد اقتصاد تر ټولو زیات زیان اړولی او په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې  د نړۍ له ۲۰ لویو ترهګریزو بریدونو یې یوازې ۶ په افغانستان کې شوې دي.

په راپور کې ۲۰۱۹ میلادي کال د ډېرو مړینو له امله تر ټولو خونړۍ کال بلل شوی او ویل شوې چې په دې برخه کې د طالبانو، بوکو حرام، داعش او الشباب ډلې لاس درلود، چې وایي دوی د تېر کال په ټولو مرګونو کې ۵۵ سلنه یعنې ۷.۵۷۸ تنه وژلي دي.