شمالي کوريا او په اړه یې لس عجيبې حقيقتونه

د کوريا ټاپو وزمې يا Korean peninsula په اړه ويل کيږي، چې درې مېلېونه کاله وړاندې يا د زړو ډبرو په دوره کې هلته انسانانو ژوند کړی دی.  له ۱۹۱۰ بيا د دويمې نړيوالې جګړې تر پای پوري د کوريا ټاپو وزمه د جاپان تر استعمار لاندې او په ۱۹۴۵ کې د کوريا ټاپوزمې له جاپان خپله خپلواکي اعلان کړه. پنځوسمه لسيزه تاريخ کې د کوريا د کورنۍ جګړې په نوم ثبت ده. ۱۹۵۰ز کال کې د کوريا کورنۍ جګړه وه چې  کېم اېل سونګ یا د شمالي کوریا د اوسني مشر کېم جونګ اون نيکه د کوريا ټاپو وزمې سويلي برخو باندې بريد وکړ او ځينې برخې یې ونېولې. دغه جګړه لامل شوه چې د کوريا ټاپو وزمه  کې تاوتريخوالی ډېر شي. روسیې، امريکا او ملګرو ملتونو مداخلې وکړې او په پايله کې یې ټاکنې تر سره شوې. د جنجالي ټاکنو په پايله کې ملګرو ملتونو د سويلي کوريا دولت په رسميت وپېژندلو او ورپسې کېم اېل سونګ شمالي‌کوريا ځان ته هېواد اعلان او دی یې لومړی وزير شو.  کېم اېل سونګ له ۱۹۴۸ بيا تر ۱۹۹۴ کالونو پوري د شمالي کوريا واکې په لاس کې لرله. که څه هم د دغه دوه کورياګانو سره د شمالي او سويلي کلمې کارول کيږي، خو د دوی په رسمي ډول دغه کلمې نه کاروي او دواړه هېوادونه د کوريا د ټاپو وزمې په کچه د حاکميت دعوه کوي. په رسمي ډول د شمالي کوريا نوم د کوريا د خلکو ديموکراتيک جمهوريت يا Democratic People's Republic of Korea او همدا ډول د سويلي کوريا نوم د کوريا جمهوريت يا Republic of Korea لېکل کيږي. 

د شمالي کوريا حکومت او سياست: 
شمالي کوريا سوسيال دولت دی، اساسي قانون لري او د سخت مرکزي حکومت لرونکی دی.  له اساسي قانون وراېخوا، د شمالي کوريا خلکو ته لس اصولونه ټاکل شوي دي چې د هغې په چوکاټ کې ژوند کوي او حکومت ته تابع دي. 
۱- مونږ به خپلې وروستۍ مبارزې په دې پار کو چې د کېم اېل سونګ د انقلابي ايډيالوژۍ اړوند ټولنه په يوولي کې وساتو؛ 
۲-مونږ بايد پر ستر رهبر کېم اېل سونګ افتخار وکړو او ورته وفادراه وسو؛ 
۳- مونږ بايد د ستر رهبر کېم اېل سونګ شخصيت ته بشپړ درناوی ولرو؛ 
۴- مونږ بايد د کېم اېل سونګ پر ايډيالوژۍ عقيده ولرو او د ژوند لاره یې جوړه کړو؛ 
۵- مونږ بايد پرته له کوم شرطه د ملګري کېم اېل سونګ لارښوونې پلې کړو؛ 
۶- مونږ بايد له کېم اېل سونګ زده کړو؛ د هغې کمونېسټه او انقلابي مفکوره بايد پلې کړو؛ 
۷- سياسي ژوند مو بايد د کېم اېل سونګ په قدم وي؛ 
۸- مونږ بايد د کېم اېل سونګ سترې لاس ته روړانې وساتو او تر نسلونو - نسلونو یې ورسو؛ 
۹- او نور.....

له پورته اصولو وراېخوا د شمالي کوريا خلک د حکومت د رسمي ايډيالوژۍ تر سيورې لاندې چې جوچي - Juche  نوميږي ژوند کوي. Juche  په دې ولاړه  ده چې انسان د خپل برخليک خاوند دی. د شمالي کوريا له جوړېدو بيا تر نن د هېواد واک د کېم کورنۍ په لاس کې دی. له جوړېدو بيا تر ۱۹۹۴ پوري کېم اېل سونګ، له ۱۹۹۴ بيا تر ۲۰۱۱ کېم جونګ ايل او اوس مهال کېم جونګ اون. 

شمالي کوريا په ۱۹۹۱ز کال کې د ملګرو ملتونو غړی هېواد شو او اوس مهال د يو خپلواکه دولت په توګه په رسميت پېژندل کيږي. شمالي کوريا د نړۍ په ۴۷ هېوادونو کې سفارت خونې لري. چين په نړۍ کې د شمالي‌کوريا تر ټولو نېږدې او د پراخه اړيکو هېواد دی. 

وګړي او پراخوالی: 
شمالي کوريا له سويلي کوريا پراخه ده. د سويلي کوريا پراخوالی يو لک خو بيا د شمالي کوريا پراخوالی يو لک او شل زره کيلو متره مربع دی. شمالي کوريا د نړۍ ۹۷ او سويلي کوريا د نړۍ ۱۰۶ تر ټولو ستر هېواد دی. د شمالي کوريا نفوس ۲۵ مېلېونه چې  د سويلي کوريا د وګړو نميايي کيږي. د شمالي کوريا رسمي دين الحاد دی يانې بې ديني په رسميت پېژني. پیونګ یانګ (Pyongyang) د شمالي کوريا پلازمېنه ده.  د شمالي کوريا دولت غښتلی خو وګړي یې ناچاره دي؛ ۶۰ سلنه د شمالي کوريا وګړي د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي. د شمالي کوريا پیسې ون Won نوميږي او ارزښت یې د ډالر په مقابل کې يو ډالر، نهه سوه د شمالي کوريا ون کيږي. 

پوځي ځواک: 
شمالي کوريا يو مېلېون او دوه لکه وسله وال فعال او اته لکه تيار سی پوځ لري. د دغه هېواد پوځ د نړۍ څلورم تر ټولو ستر پوځ دی. 

د شمالي کوريا په اړه لس په زړه پورې خبرې: 
۱- شمالي کوريا غريب هېواد دی؛ د بېل ګېټس پانګه د شمالي کوريا د دولت له پانګې څلور ځلې ډېره ده؛ 

۲- شمالي کوريا کې يوازې ۳ سلنه سړکونه پخه شوي‌دي؛ 
۳- د شمالي کوريا ستر صادرات بحري خواړه دي؛ 
۴- د نړۍ تر ټولو ستر لوبغاړی په شمالي کوريا کې دی؛ 
۵- که شمالي کوريا کې څوګ له قانون سرغړونه وکړي او قانون مات کړي، نو د کورنۍ غړو ته به یې تر درې نسله سزا ورکول کيږي؛ 
۶- د شمالي‌کوريا پلازمېنه کې هر څوګ ژوند نه شي کولی؛ هلته به يوازې هغه کس وسي چې دولت ته یې خپله وفاداري ثابته او اشرف وي؛ 
۷- شمالي کوريا يوازې درې تلويزوني چينلونه دي؛ 
۸- هلته د کال د ګرځندويه شمېر له ۵۰۰۰ زره زيات نه دی؛ 
۹- موزيک او سندرې له خپرېدو وړاندې لومړی بايد د حکومت له خوا تائيد شي؛ 
۱۰- شمالي کوريا کې ميرمنې نېږدې د نارينو برابرې په حکومتي او نورو چارو ې بوختې دي.