ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات زیات شوي

روهي (یوه نۍ/ ۲۳ د لیندۍ)، د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو مېوو ترڅنګ د املکو بڼونه هم کال تر بلې په پراخېدو دي، چې حاصلات یې هم ورسره کال تر بلې زیاتیږي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس انعام الله صافی وایي، چې د ننګرهار د ولایت په کچه څه باندې ۶۰۰ جریبه د سرو املوکو بڼونه شتون لري، چې د املوکو کلنۍ حاصلات یې نږدې دوه زره او ۲۰۰ ټنو ته رسیږي.

صافی وايي، چې د ننګرهار په ټولو ۱۴ ولسوالیو کې د املوکو بڼونه شتون لري، خو ددې ولایت د کامې، کوز کونړ، سره رود، بهسو او دره نور ولسوالیو کې د املوکو بڼونه په زیاته کچه دي.

ننګرهار کې ۲۴ ډوله املوک کیږي، د ننګرهار د کرنې د رئیس په خبره د ننګرهار د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې راتلونکی کال د یاد ۲۴ ډوله املوکو له ډلې پنځه ډوله «ثمرخېلی، واړه بېدانې، دوجوبریلانټ، جاپاني او صواتي» سره املوکو بڼونه جوړ کړي.