بخښنې نړیوال سازمان د ایراني خبریال روح الله زم اعدام کول غندلي

روهي (یوه نۍ/ ۲۳ د لیندۍ)، ایرانی خبریال روح الله زم چې په ۲۰۱۷ میلادي کال یې په ایران د حکومت ضد لاریونونو کې مرسته کړې وه پرون ددې هېواد لخوا اعدام شو.

پرون د ایران نیمه دولتي آژانس د ایراني خبریال روح الله زم په دار ځړول تاېید کړل، چې د بخښنې نړیوال سازمان دا اعدام د مخالفانو په وړاندې د ایران د حکومت بې‌ رحمانه تاکتیکونه بللي.

له دې وړاندې د بې سرحده خبریالانو کمېټې هم د روح الله زم پر داعدام خواشیني ښودلې وه. 
روح الله زم چې په فرانسه کې اوسیده، چې په ۲۰۱۹میلادي کال عراق ته د سفر پرمهال ونیول شو چې پنځه ورځې وړاندې د ایران سترې محکمې پرې د اعدام حکم وکړ او نوموړی پرون سهار په دار وځړول شو.