افغانستان ته به د کرونا ضد واکسین راتلونکي کال را ورسیږي

 
روهي (یوه نۍ/۲۳ د لیندۍ)، د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، چې د واکسین د نړیوالې ټولنې او اسیا پراختیايي بانک په مرسته یې د مدرنا شرکت سره افغانستان ته د دوی لخوا د جوړو شویو واکسینو د را انتقال په اړه تماس نیولی.

د مدرنا امريکايي شرکت له خوا د کرونا ضد جوړ شوی واکسین چې ۹۵ سلنه ګټور ثابت شوی، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۱ کال په نيمايي کې به دا واکسين تر لاسه کړي.

د افغانستان د عامې ررغتیا وزارت په وینا، چې د ٢٠٢٢ کال تر نیمايي پورې به د دغه هېواد ۴۰ سلنه وګړو ته دا واکسین ورسېږي، چې ۴۰ سلنه کې ۲۰ سلنه یې د واکسین نړېوالې ټولنې لخوا او ۲۰ سلنه نور یې د نړېوال او پراختیايي بانکونو لخوا ژمنه شوې ده.