مولانا فضل الرحمن، مريم نواز او بوټو زرداري ته د پاکستان د پوليسو خبرداری: ناسته مه کوئ چې وژل کېږئ 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د پاکستان لاهور ښار پوليسو د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د حکومت ضد ائتلاف ته خبرداری ورکړی دی، چې د دوی د راتلونکې ناسته په اړه د ترهګريزو بريدونو شونتيا شته. 

د لاهور د پوليسو ادارې په بېلا بېلو خبرپانو کې دوی ته ويلي دي چې نن د ډسمبر مياشتې په ۱۳ نېټه شونتيا شته چې ستاسې پر ناستې لاهور کې بريدونه تر سره شي. 

دغه خبرپاڼه کې ويل شو‌ي دي، چې لومړی د بريدګرو پلان پېښاور کې وو، خو هلته له ماتې وروسته بريدګر لاهور کې د خونړيو بريدونو د تر سره کولو پلان لري. 

د حکومت له خوا دغه لېږل شوې خبرپاڼو کې د اپوزېسيون مشرانو ته ويل شوي دي، چې استخباراتي مالومات ښيي چې بريدونه به نن په لاهور کې د دوی په ناسته کې وشي، خو د پوره کره وخت او ځای په اړه یې څه نه دي ويلي.