فردين اميني ځان وژنه کړې او که وژل شوی؟ په اړه یې درې بېلا - بېلې خبرې 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د لېندۍ)، تېره جمعه د فردین اميني په نوم د اريانا نيوز يو تن ويونکی په ناڅرګند ډول خپل ژوند له لاسه ورکړ. پر ټولنيزو رسنيو پورته شوي وېډيوګانو د نوموړي د مرګ په اړه بېلا بيلې پوښتنې او څرګندونې راپورته کړې دي. 

په لومړيو کې ويل شوي‌ وو، چې فردين اميني ترور شوی خو وروسته ادعا داسې شوه چې نوموړي ځان وژنه کړې ده. 

که څه هم عدلي طب ته یې د پلټنو لپاره جسد ونه سپارو، خو د فردين اميني کورنۍ وايي چې نوموړی ترور شوی او له حکومت غوښتنه کوي، چې وژونکي یې د قانون منګولو ته وسپاري. 

کورنيو چارو وزارت بيا ويلي دي، چې نوموړي ځان وژنه کړې او پېښه جنايي اړخ لري. خپرې شوې وېډيوګانې هم دا هم ښيي، چې د فردين اميني په لاس  کې يو څه دي او ځان وژنه پرې کوي. 

د فردين اميني دوستان او ګاونډيان وايي چې نوموړي کومه روحي او رواني ستونزه نه درلوده، کورني تاوتريخوالي سره نه وو مخ او ځان وژنه یې نه ده کړې. 

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم د سهار شپږ نيمو بجو ناسته کې ويلي، چې د فردين اميني وژنه کوم تروريستي اړخ نه لري. 

که څه هم په اړه یې بیلا بیلې خبري کيږي، خو تر اوسه  د اريانا نيوز د ځوانيمرګ خبريال فردين اميني د مرګ اصلي لامل نه دی څرګند شوی.