خپلو ۴.۵ مېلېونه مسلمانو وګړو پسې یې راخېستې ده؛ فرانسې پاريس ښار کې د مسلمانانو يوازېنی ښوونځی وتړلو 

روهي (نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د فرانسې هېواد پاريس ښار کې هغه ښوونځی تړلی دی چې مسلمانانو زده کوونکو په کې زده کړې کولې. 

دغه ښوونځی MHS نوميږي چې په ۲۰۱۵ز کال کې جوړ شوی وو. که څه دغه ښوونځي کې په بشپړ ډول تعليمي نصاب نه وو خو حکومت پر دې اساس تړلی دی چې ډېری زده کوونکي یې مسلمانان وو. 

له دې وړاندې فرانسې په ۲۰۰۴ کال دغه ښوونځي کې د مسلمانو نجونو له حجاب سره مخالفت ښوودلی وو او لارښوونه داسې چې مسلمانې نجونې بايد د ښوونځي دننه حجاب ونه کړي. 

فرانسه ۴.۵ مېلېونه مسلمان وګړي لري، خو په دې وروستيو کې د حکومت له خوا پر محدوديتونه ډېر شوي‌دي.