روهي (نۍ/۲۲ د لېندۍ)، په داسې حال کې چې د مياشتې دننه به امريکا متحدو ايالتو کې نوی ولسمشر واک په لاس کې واخلي، خو اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاهم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخه درغليو او خپلې بريا وايي.
په يو تازه ټوېټ کې ولسمشر ټرمپ ويلي دي چې په مشروع ډول ده ټاکنې ګتلي دي او رایې یې ډېرې دي، خو په هغه صورت کې چې که چېرې يوازې پاکې رایې وشمېرل او د باور وړ وبلل شي.
ټرمپ د متحدو ايالتو د جورجيا او ارېزونا واليان بد واليان بللي دي او دوی یې په ټاکنیزو درغليو کې ښکېل ياد کړي. ټرمپويلي دي چې د يادو دوه ولايتونو واليان په څرګنده جمهوريت غوښتونکي دي، خو په حقيقت کې یې ماته او جمهوريت غوښتونکو ګوند ته دومره ضربه ورکړې، چې هېڅ ديموکرات نه ده ورکړې.
ټرمپ پر توېټر لېکلي دي چې د جورجېا د والي (برېن کېمپ) او د ارېزونا د والي (ډوګډاسي) شوي کړنې به هېر نه کړې او امر یې کړی چې دواړه دې له دندو لېرې شي.
ولسمشر ټرمپ جوبايډن ته لېکلي دي چې په درغيلو د خپلې بريا وايي او دا په حقيقت کې د ستر شرم خبره ده.
وروستي