په کابل ښار له توغندیزو بریدونو وروسته امرالله صالح دا یوه امنیتي ناکامي بللې ده

روهي (نۍ/ ۲۲ د لیندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن سهار د شپږ نیمو بجو په غونډه کې په کابل ښار د نننیو بریدونو وروسته ویلې، چې دا یوه امنیتي ناکامي ده.

صالح  په کابل ښار وروستي توغندیز بریدونه په کومه ډله پورې نه دي مشخص کړي خو په خبره یې، چې داعشي طالبانو په یو لیکلي پیغام کې ورته خبرداری ورکړی که چېرې يې بدنیان اعدام شول کابل به د شیعه ګانو په مسلخ بدل او له برمته شویو کسانو به هم سرونه پرې کړي.

خو نوموړي زیاته کړې هېڅوک به یې د هغو څېرو له پېژندنې را ونه ګرځوي چې افغانان وژني.

بلخوا د امرالله صالح وروستیو څرګندونو په ځواب کې چې په کابل برید کوونکي يې داعشي طالبان بللي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټوېټ کې لیکلي، د امرالله صالح د داعشیانو له خوا کابل ښار ته د ګڼو توغندیو رسول او بیا بې هدفه ویشتل څرګندوي، چې د ده په خبره د کابل ادارې امنیتي ارګانونه د داعش په نوم پدېدې تر شاه په قوت سره ولاړ دي.

په کابل ښار نن سهار د لب جر سیمې څخه له یوې سراچه موټر لس توغندیز بریدونه وشول چې د کورنیو چارو وزارت په وینا په دې بریدونو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.