روهي (نۍ/ ۲۲ د لیندۍ)، د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب وايي، چې دولت چمتو دی، چې د طالبانو په خوښه چې هره سیمه ټاکې خبرې مخکې یوسي.
محب وايي، طالبانو ته چانس ورکوي، چې د هېواد د ننه چې په هره سیمه کې غواړي خبرې مخکې یوسي هلته به دولت ورته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړه امادګي ونیسي.
نوموړی زیاتوي ضرور ده، چې د سولې را روان پړاوونه په افغانستان کې ترسره شي، څو سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سرتاسري او دایمي وي د محب په خبره، چې په دې کار سره به مرکچیان د خپلو هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نژدې او په بهتره توګه معلومات ترلاسه کړي او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخه ونیول شي.
وروستي