پر فېسبوک د امرالله صالح او محمد محقق ټکر 

روهي (نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح نن سهار د کابل امنيت په پرله پسې ۴۹ ناسته کې لېکلي دي، چې د طالبانو له خوا ورته خبر ورکړل شوی دی چې که چېرې د دوی کوم کس اعدام شي نه دوی کابل به د شيعه ګانو په مسلخ يا د حلالې پر ځای بدل کړي. 

د نوموړي دغه لېکنې ته په غبرګون کې هزاره شيعه مشر محمد محقق پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې لوړپوړي حکومتي چارواکي بايد خپلو څرګندونو ته متوجې وسي. 

محقق لېکلي چې د طالبانو له خوا د شيعه ګانو د عام وژنې خبرې، د خلکو په منځ کې ويره او رواني ستونزې پيدا کوي.

له محمد محقق وروسته د ولسمشر لومړي مرستيال بيا ځلې پر خپلې فسبوک پاڼې لېکلي دي، چې دی اړ نه چې له چا سلا واخلي او يا زده کړه ورڅخه وکړي. صالح لېکلي چې د دښمن څېره چې کوم ډول ده دی به یې په هغه ډول برنډه کړي.