د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په کندهار کې یې ۹۰ طالبان وژلي دي

روهي (نۍ/ ۲۲ د لیندۍ)، د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې، چې تېره ورځ یې ځواکونو د کندهار ولایت د پنجوايي، ژیړۍ، ارغنداب او میوند ولسوالیو اړوند د طالبانو بریدونه په شا تمبولې دي..

خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتو په بهیر کې، ۹۰ طالب وسله وال وژل شوې او ۹ نور ژوبل دي. 
همدا راز خبرپانه کاږي، چې د ملي اردو ځواکونو له لوري، ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي او یو شمیر وسلې، مهمات او سوف چې د ترهګریزو کړنو له پاره ترې ګټه اخستل کیده، له منځه وړل شوي دي.