د هېواد په په بېلابېلو ولایتونو کې پنځه تنه د وژنې په تړاو نیول شوې دي

روهي (نۍ/ ۲۲  د لیندۍ)، د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کندوز، بلخ او پروان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د وژنې په تړاو نیولي دي.

وزارت زیاتوي، چې د یادو کسانو له منځه؛ د مزارشریف ښار په اتمه ناحیه کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه، د کندوز ښار په درېیمه ناحیه کې یو کس او همدارنګه د جبل‌السرج ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کس نیول شوي دي.