ایران له ملګرو ملتونو د افغان سولې پروسه کې د بهرنیو د مداخلې بندیدو غوښتنه کړې

روهي (نۍ/ ۲۲ د لیندۍ)، ایران تازه له ملګرو ملتونو غوښتې چې په افغانستان کې دې د سولې په پروسه کې د بهرنیو ځواکونو او بهرنیو کړیو د لاس وهنې مخنیوی وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي د ملګرو ملتونو عمومي غوندې ته تازه په خپلو خبرو کې ویلې، چې افغانستان کې سوله یوازې د افغانانو په ملکیت او مشرۍ سره راتللی شي، د نوموړي په وینا چې د سولې په برخه کې روانې هڅې دې خپله افغانانو ته پریښودل شي.

تخت روانچي همدا راز په ملګرو ملتونو غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې روانو هڅو ملاتړ وکړي او دې برخه کې دې خپله همکاري جاري وساتي نوموړي له طالبانو هم  غوښتې چې نور دې جګړه پای ته ورسوي او د سولې روانو خبرو له فرصت دې ګټه واخلي.

نوموړي یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو د ایران د ملاتړ ډاډ څرګند کړی او په دې برخه کې یې د ایران د همکارۍ ژمنه کړې.