په ترکیه د اروپايي ټولنې له بندیزونو وروسته ولسمشر اردغان ویلې هېڅ داسې څه نشته چې د خبرو له لارې دې حل نه شي

روهي (نۍ/ ۲۲  د لیندۍ)، له امریکا وروسته د اروپايي ټولنې لخوا پر ترکیه د بندیزونو لګولو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلې، چې هېڅ داسې مسله نشته چې د خبرو له لارې دې حل نه کړل شي.

پرون د اروپايي ټولنې لخوا پر ترکیې د اقتصادي بندیزونو له اعلان وروسته اردغان په یوه تلویزیوني وینا کې ویلې، چې هره مسله د خبرو له لارې حل کیدی شي او په وینا یې چې د بندیزونو لګول به ټول اړخونه زیانمن کړي.

نوموړي په همدې موخه ویلې: "موږ له امریکا متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې سره ژورې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرو، هیڅوک یې کم لاس نه شي نیولی او نه یې هم د له منځه تلو خطر منلی شي، هیڅ داسې مسله نشته چې د خبرو له لارې حل نه شي."

په ترکیه د اروپايي ټولنې د بندیزونو څرنګوالی او بڼه لا هم نه ده اعلان شوې خو پرون د جمعې په ورځ اروپايي ټولنې په ترکیه باندې د اقتصادي بندیزونو زیاتولو ته شین څراغ وښود ځکه دا هېواد د مدیترانې په اوبو کې چې یونان او قبرس یې خپلې بولي د ګازو د زېرمو لټون ته دوام ورکړی.