په متحده ایالاتو کې په اختیاري توګه د کرونا ضد واکسینو استعمال ته اجازه ورکړل شوه

روهي (نۍ/ ۲۲ د لیندۍ)، د متحده ایالاتو د خوړو او مخدره توکو ادارې (FDA) پرون د جمعې په ورځ د فایزر - بایو ټیک درمل جوړونکو کمپنیو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسین کارولو لپاره اضطراري اختیار صادر کړ، چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې د امریکایانو لپار د استعمال لاره هواره شي.

پرون په همدې موخه د (FDA) ادارې مشر ساینس پوه ډینس هینټن د فایزر کمپنۍ اجرایويي مشر ته په یوه لیک کې لیکلي چې: "زه د کووېډ-۱۹ د مخنیوي لپاره د فایزر - بایو ټیک کمپنیو لخوا د کووېډ-۱۹  جوړ شوې واکسین بیړني کارت اجازه ورکوم ،"

چارواکي او طبي کارپوهان هیله لري چې یاد واکسین به د ناروغۍ کنټرول ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، امریکا کې تر دا مهاله نږدې ۱۶ میلیونه خلک په کرونا وېروس اخته شوې، چې راپورونو له مخې په دې هېواد یاد وېروس تر اوسه ۲۹۲،۰۰۰ کسان وژلي دي.