
روهي (نۍ/ ۲۲ لیندۍ)، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، چې د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې یې د طالبانو په مرکزونو هوایي برید کړی.
پرون په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند، سوني لګیت په ټویټر کې لیکلي چې دا هوایي برید پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د امنیتي ځواکونو د دفاع او ملاتړ لپاره شوی دی.
طالبانو په کندهار کې د امریکايي ځواکونو په وروستي هوايي برید کې ۱۰ ولسي افغانانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی خو د امریکايي ځواکونو د ویاند په وینا چې په دې برید کې هېڅ ولسي افغان نه دی وژل شوی.
طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا هوایي برید د دوحې د تړون نه سرغړونه ده خو د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیت وایي دا برید د امریکا او طالبانو د تړون سره سم شوی.