بشري حقونو خپلواک کمېسیون: روان کال ۷۷۰۰ ولسي افغانان وژل شوي دي


روهي (نۍ/ ۲۲ د لیندۍ)، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې روان ۲۰۲۰ کال تر اوسه ۷۷۰۰ ولسي افغانانو ته د جګړو له امله مرګ ژ،بله اوښتې ده.

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا، چې د دوی د راټولو کړیو شمېر له مخې په تېرو ۱۱ کالونو کې ۹۳ زره ولسي افغانان وژل شوي، چې دا شمېر یوازې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې نږدې اته زره وژل شویو او ژوبل شویو افغانانو ته رسیږي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د جګړې پرمهال بهرني ځواکونه په ګڼو جنګي جنایتونو تورنوي او له افغان امنیتي ځواکونو په جګړه ییزو سیمو کې د ولسي وګړو ژوند ته د پام غوښتنه کوي.