پانګه یې کنګل او سفر ورته نشي کولی؛ انګلستان د نقیب محسود پر وژنې تورن پوليس (انور) بندېزونه لګولي دي 

روهي (نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د انګلستان حکومت د پاکستان کراچۍ ښار د پوليسو پر يو پخواني افسر انور احمد مالي او د سفر بندېزونه لګولي دي. پاکستان کې د انګلستان حکومت د بهرنيو اړيکو دفتر په یوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې نوموړی انګلستان ته سفر نه شي کولی او پانګه یې کنګل شوې ده. 

نوموړي انساني کرامت ته په سپکاوي، سختو شکنجو او د نقيب محسود په وژنه کې تورن بلل شوی دی. همدا ډول لسګونه نورې دوسې شتون لري، چې انور احمد په کې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده. 

د انګلستان حکومت ۴۰۰ د مړینې قضیې راخېستي دي چې انور احمد په کې په مستقيم او غېر مستقيم ډول لاس لري. 

انور احمد کراچۍ کې د پولیسو مشر وو چې په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتو ځوان نقيب محسود په وژنه کې په لاس لرلو تورن وپېژندل شو او پايله کې د پښتون ژغورنې رامنځ ته شو.