نظر پوښتنه: ۵۷ سلنه افغانان سولې ته هيله مند او ۷۵ سلنه اوربند غواړي 

روهي (نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د افغانستان د جګړې او سولې انسټېټيوټ له خوا تر سره شوې نظر پوښتنه په ډاګه کوي چې ۵۷ سلنه افغانان دوحه کې د سولې بين الافغاني خبرو ته هيله لري او د يو تل پاتې سولې په سترګه یې ګوري. 

دغه نظر پوښتنه کې ۱۵ سلنه خلک د سولې په خبرو بې باوره دي او ۷۵ سلنه نور بيا دوحه د سولې روانو خبرو کې د اوربند غوښتنه کوي. 

همدا ډول د دغه نظر پوښتنې ګډونوالو د طالبانو سره د سياسي واک د وېش ويلي خو د امنيتي ځواکونو له منځه وړلو سره یې مخالفت ښوودلی دی. 

دغه نظر پوښتنه کې د سولې بهير کې د ولسمشر محمد اشرف غني په پرتله د مصالحې عالي شوراد مشر ډاکټر عبدالله عبدالله رول اغېزمن ښوودل شوی دی.