يوټيوب کې نوې ځانګړنه 

روهي (جمعه/۲۱ د لېندۍ)، د خلکو له غوښتنو او شکايتونو وروسته يوټيوب ادارې د قمار او الکولو اړوند اعلانونو د تېرولو ځانګړنه زياته کړې ده. د يوټيوب ځيني وېډيوګانو کې سوداګريز اعلانونه د يو څو ثانيو لپاره اجباري وي خو له دې وروسته به هغه اعلانونه يا Ads  چې د الکولو او قمار په اړه محتوا ولري، لېرې کيږي به. 

پر يوټيوب دا ډول سودګريزې خبرتياوې محتدو ايالتو کې ډېرې دي او نوې ځانګړنه به یې هم لومړۍ متحدو ايالتو کې پلې شي. 

يوټيوب له دغه پالېسۍ وړاندې ځينې نورې پالېسۍ هم پلې کړې وي چې له مخي یې د ماشومانو لپاره د ويډيوګانو ځانګړي کول په کې  شامل په کې وو او د عمر اړوند محدويتونه.