په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۷۳  مثبتې پېښې ثبت شوې دي

روهي (جمعه/ ۲۱ د لیندۍ)، د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ټول هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت په وینا چې په همدې موده کې ۱۰ کسان له یادې وبا مړه شوې او ۴۵ کسان بېرته له دې وېروس روغ شوې دي.

وزارت زیاتوي، په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۸۸۲۶ تنو ته ورسید او د مړو شمېر بیا ۱۹۴۹ کسانو ته رسیدلی.