
روهي (جمعه / ۲۱ د لیندۍ)، ملګرو ملتونو د افغان جګړې په اړه په یوه پریکړه لیک کې د جګړې له ټولو اړخونو غوښتې چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
ملګرو ملتونو تازه په یوه پریکړه لیک کې تصویب کړې چې ښکېل اړخونه باید د جګړې دوام پر ځای د سولې هڅې ګړندی کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان لخوا د افغان سولې په برخه کې ددې وروستي اقدام په اړه د ملي روغې جوړې شورا مشر یاد ګام ستایلی او له دې سازمان یې مننه کړې چې د افغان سولې پروسې ملاتړ ته یې دوام ورکړی.