
روهي (جمعه / ۲۱ د لیندۍ)، تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له افغان سولې ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې امنیت د پاکستان په ګټه بللی.
نوموړي چې پرون یې په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل سره د یوې لیدنې پرمهال څرګندونې کولې یو ځل بیا یې په افغانستان کې ثبات له راتلو د پاکستان د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
قریشي په همدې موخه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې سوله ییز او باثباته افغانستان به د سیمې له اتصال او اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي.
بلخوا په پآکستان کې د افغانستان نوي سفیر نجیب الله علي خېل هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، سولې پروسې او نورو مسایلو ګټورې خبرې درلودې.