عامې روغتیا وزارت وايي چې  د کرونا وبا د دوهمې څپې له تېریدو سره به ایله شل سلنه افغانانو ته ددې وبا واکسین ورکړل شي


روهي (جمعه/ ۲۱ د لیندۍ)، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر راتلونکو پنځو میاشتو به افغانانو ته يوازې درې سلنه د کرونا ضد واکسین ورکړل شي. 

دغه وزارت وایې د راتلونکي زېږدیز کال تر پایه به یې د ایله شل سلنه خلکو لپاره واکسین ورسېږي چې په دې موده کې به د کرونا دویمه څپه هم تېره شوې وي. 

د عامې روغتیا وزارت د کرونا ضد مبارزې د خطر پوهاوي څانګې مشر ډاکټر میهن وايي، تر اوسه لا معلومه نه ده چې دغه واکسین په کومه کچه تولیديږي او کله به افغانستان ته راځي.

 نوموړی وايي ددغه واکسین درې سلنه به یې په لومړۍ مرحله کې راځي چې په دې کې به سل زره صحي پرسونل ته، څلور سوه زره به ښوونکو او امنیتي ځواکونو ته تطبیق شي. 

نوموړی وايي کوم واکسین چې افغانستان ته راځي هغه به د روغتیا نړیوال سازمان او د واکسین د نړیوالې اتحادیې له لوري تایید شوي وي.