د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه د ملا غني برادر څرګندونې 

روهي (پنځه نۍ/۲۰ د لېندۍ)، د طالبانو تحريک مرستيال ملا عبدالغني برادر د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه څرګندونې کړې دي. دا لومړی ځل دی چې نوموړی له سولې خبرو وروسته د افغانستان په سياسي جوړښت خبرې کوي. 

ملا عبدالغني برادر ويلي دي، چې د افغانستان راتلونکی نظام بايد اسلامي او ټول شموله وي او همدا ډول بايد د ښځو او رسنيو ازادۍ د اسلام په  چوکاټ کې وسي.

نوموړي دا هم ويلي دي، چې د عامه بنسټونو ساتنه، د نشه یي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی، له ګاونډیو او نړۍ سره ښې اړیکې او د نړیوالو مرستو د جلب دوام به د راتلونکي نظام ځانګړنې وي. 

له بلې خوا د بين الافغاني خبرو په پار د افغان حکومت او طالبانو تحريک مرکچي پلاوو خپل وړانديز يو بل ته سپارلي او تمه ده چې نېږدې ورځو کې به پرې ناسته وکړي.