د نړۍ هېوادونه وپېژنئ؛ سوډان يا شمالي سوډان 

تر ۲۰۱۱ کال پوري د نړۍ په سياسي نقشه کې د سوډان په نوم يو هېواد وو؛ له لسيزو جګړو او دوه مېلېونه مړينې وروسته له سوډان د سويلي سوډان يا South Sudan په نوم خاوره بېله او دوه هېودانه؛ شمالي سوډان او سويلي سوډان رامنځ ته شول. شمالي سوډان اوس هم په رسمي ډول يوازې د سوډان د جمهوريت په نوم ياديږي او تر ډېره ورسره د شمالي کلمه نه راځي، خو ورڅخه بېله شوې برخه يا سويلي سوډان سره یې د South يا سويلي نوم په رسمي ډول لېکل کيږي. د سوډان نوم د عربي ژبې له (بلاد السودان) کلمو اخېستل شوی دی چې بلاد د ښار يا خاورې او السودان د تورپوستو مانا ورکوي. شمالي سوډان شمالي افريقا کې پروت دی؛ له ليبيا، چاد جموريت او مصر ګډې پولې لري. 

وګړي او پراخوالی: 
سوډان نېږدې دوه مېلېونه کليو متره مربع پراخوالی لري او د افغانستان د پراخوالي برابره خاوره ترې جلا چې اوس مهال د سويلي سوډان په نوم خپلواکه دی. تر ۲۰۱۱ کال پوري د سوډان د وګړو شمېر نېږدې ۵۵ مېلېونه وو خو د سويلي سوډان په بېلېدو یې ۱۳ مېلېونه وګړي جلا او اوس مهال یې د وګړو شمېر ۴۲ ته رسيږي. د شمالي سوډان اکثريت وګړي مسلمانان او سني مذهبه دي او د حکومت رسمي دين یې هم د اسلام مبارک دي. د اکثريت ۹۶ سلنه مسلمانانو ترڅنګ د شمالي سوډان ۴ سلنه ورکړي عيسويان هم دي. سوډان کې په عربي ژبه خبرې کيږي او د حکومت رسمي ژبې عربي او انګلېسي دي. د شمالي سوډان خلک (النصر لنا؛ بريا زمونږ ده؛ Victory is ours) تر شعار لاندې ناشنالېزم پالي. 

حکومت او سياست: 
سوډان د برېتانيا په مشرۍ د مصر او برېتانيا ګډه مستعمره وه. ۱۹۵۶ کال کې سوډان خپلواکه شوی دی. د سوډان حکومت جهموريت دی خو اوس مهال لنډمهاله فدرالي حکومت لري. ډګروال عمر البشير ۳۰ کاله د سوډان دېکتاتور ولسمشر پاتې شوی دی. عمر البشير اوس مهال ۷۶ کلن دی او پوځي رتبه یې فيلډ مارشال ده.  سوډان ګڼيز ګوندي سېستم لري خو د ګوندونو سياسي فعاليت او اغېز یې کم دی. سوډان له عربي هېوادونو سره اوږدې او ټېنګې سياسي؛ چين او روسیې سره اقتصادي اړيکې لري. سوډان له امريکا سره ترېنګلې سياسي اړيکې درلودې او واشنګټن خرطوم د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې اچولی وو. سوډان له اسرائيلو سره خرابې اړيکې لري خو کله چې بحرين او عربي متحده اماراتو اسرائيلو سره اړيکې عادي کړې؛ سوډان هم ميلان وښوود او په همدې اساس ولسمشر ټرمپ ترې بندېزونه لېرې کړل. 

 پوځي او اقتصادي وړتياوې: 
سوډان ۱۸۵زره وسله وال پوځ لري او په کلني ډول ۴ مېلېارده امريکايي ډالر بودجه پرې مصرف کيږي. د نړۍ په کچه د سوډان پوځ ۷۶ غښتلی پوځ دی. سوډان د تېلو تولېدونکی هېواد دی او په اقتصادي اړخ کې یې ۹۸ ځای خپل کړی دی. 

د سوډان په اړه پنځه جالبې خبرې: 
۱- د سوډان بيرغ سور، سپين او تور اقفي پټۍ  او له ګيڼ اړخه مثلث شکله شنه پټۍ لري. سور رنګ د خپلواکۍ لپاره د سوډان د خلکو قربانۍ، سپين رنګ د دوی رېښتنوالي او تور رنګ دا په ګوته کوي چې د سوډان خلک تور نژاد لرونکي دي. مثلث شکله شنه پټۍ د اسلام مبارک دين او زرغونتيا په مانا ده. 

۲- د نيل مشهور  سيند يوه ستره برخه سوډان کې بهيږي. 

۳-سوډان کې د مړینې کچه لوړه ده؛ ډېره يا اکثريت ماشومان له ۵ کلنۍ په وړاندې عمر کې مري. 

۴- د سوډان له ۵۰ زره ډېر کسان په غږونو کاڼه دي او څه نه اوري. 

۵- د سوډان په دويمې کورنۍ جګړې کې دوه نيم مېلېونه وګړي ووژل شول.