په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي


روهي (پنځه نۍ/ ۲۰ د لیندۍ)، د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې  د ټول هېواد په سطحه د کرونا وېروس ۲۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۱۸ تنه نور له دې وېروس مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې په دې سره په رسمي توګه په هېواد کې کرونا وېروس د مثبتو پېښو شمیر ۴۸زره او ۷۵۳ ته ورسید.

د وزارت په وینا چې تر دا مهاله په ټول هېواد کې له دې وېروس د مړنیو شمېر یو زر او ۹۳۹ ته پورته شو، خو د بیرته رغیدلو کسانو شمېر بیا ۳۸زره او ۲۲۱ کسانو ته رسیدلی.

د یادونې وړ ده چې تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا وېروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لومړی په کابل او له هغې وروسته په هرات ولایت کې ثبت شوې دي.