د افغانستان د بيارغاونې په چارو کې د امريکايي شرکتونو او قرارداديانو د څارنې کميسون (واچ ډاګ ) مشر متقاعد جنرال (ارنولډ فيلډ) استعفا وکړه. نوموړي دکانګرس د غړو له خوا د پرله پسې نيوکو له امله تر ډېرو فشارونو وروسته استعفا وکړه. د کانګرس غړو د ده اداره بې کفايته بللې وه او څلورو سناتورانو يې د استعفا غوښتنه کړې وه.. تر دې وړاندې د ده دوه مرستيالان هم له کاره ګوښه شوي وو، خو اوس په خپله هم استعفا ته مجبور شو.
د يادونې وړ ده چې امريکې دافغانستان د بيا رغاونې په چارو کې شاوخوا 56 ميليارده ډالره لګولي ، چې ګومان کيږي ډېره برخه يې د فساد او اختلاس له لارې بېرته امريکايي جېبونو ته تللې.
وروستي