حسن روحاني: د افغانستان پرمختګ او امنیت د ایران او سیمې د پرمختګ په معنا دی

روهي (پنځه نۍ/ ۲۰ د لیندۍ)، د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات - خواف رېل پټلۍ د پرانیستې په مراسمو کې ایرانی ولسمشر حسن روحاني د سیمې امنیت د افغانستان په امنیت پورې تړلی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د هرات - خواف رېل پټلۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې نن د دوو وروڼو هېوادونو افغانستان او ایران لپاره یوه تاریخي ورځ ده. 
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان پرمختګ د ایران پرمختګ دی او امنیت یې هم د ایران امنیت دی.
روحاني همدا زار ویلې، چې په افغانستان کې ثبات د سیمې د ثبات په معنا دی.

بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني د رېل پټلۍ د پرانیستې په نننیو مراسمو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات_خواف رېل پټلۍ پرانیسته یوه تاریخي او حیاطي پروژه بللې او دا یې د یو روښانه راتلونکې لپاره نېک فال بللی.

روحاني د خواف_هرات رېل پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د لا پراخوالي لپاره مهم ګام یاد کړی او په وینا یې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې کړي.