ناټو په افغانستان کې د جنګ له اړخونو د هر اړخیز اوربند ټینګیدو غوښتنه کړې


روهي (پنځه نۍ/ ۲۰ د لیندۍ)، ناټو په افغانستان کې د سولو وروستیو هڅو ته پام ویلې چې دواړه ډلې باید د یو باثباته افغانستان لپاره تر هر څه لومړی اوربند وکړي.

ناټو تازه په خپله دې غوښتنه کې په ځانګړي توګه طالبان د تاوتریخوالي په دوام سره د سولې بهیر ته په زیان اړولو تورن کړي دي، د ناټو په وینا چې په افغانستان کې  سولې له روان فرصت هرکلی کوي په قطر کې د لومړي پړاو خبرو په اړه هوکړه او ملي روغې جوړې شورا د مشرتابه کمېټې لومړنۍ غونډې ترسره کول یې په دې برخه کې مهم ګامونه بللي.

یاد سازمان په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره سیاسي حلاره یواځینی تمه ښودلې او هممهاله د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم له افغان سولې د ناټو دوامداره ملاتړ ستایلی.

ناټو داسې مهال په ځانګړي توګه طالبان د تاوتریخوالي په دوام د سولې بهیر ته په زیان اړولو تورنوي چې مخکې دې ډلې ویلي چې اوربند د مذاکراتو پر مهال له بحث وړ موضوعاتو څخه یو دی او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د مذاکراتو دواړه لوري د سولې لپاره رښتینو هڅو ته ژمن دي.