د پاکستان ادعا: هند د پاکستان ضد ۷۵۰ تبليغاتي وېب پاڼې جوړې دي

روهي (پنځه نۍ/۲۰ د لېندۍ)، پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې هندوستان د پاکستان ضد ۷۵۰ وېب سايټونه د نړۍ په ۱۱۹ هېوادونو کې جوړ دي‌او د پاکستان ضد تبليغات په کې خپروي. 

چارواکو ويلي دي چې د هندوستان حکومت دغه لړۍ ۱۵ کاله وړاندې پيل کړې ده او تر اوسه هم جريان لري، چې موخې یې ورڅخه د پاکستان په اړه ناسم مالومات خپرول او کمزوري کول دي. 

د چارواکو په وينا چې هندوستان له دغه ډول رسنيزو فعاليتونو د پاکستان انځور د ملګرو ملتونو په شمول نورو نړيوالو سازمانونو ته بد معرفي کوي؛ د بشري حقونو، پاکستان کې د لږکيو او ورته نور مسايل په کې راپورته کوي. 

هند او پاکستان له لسیزو را په دې خوا سره ترېنګلې اړيکې لري او د يو او بل پر وړاندې ادعاوې او ضد تبيلغات خپروي.