کابل پولیسو ۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي


روهي (پنځه نۍ/ ۲۰ د لیندۍ)، د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار او ولسواليو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د وزارت په وینا، چې یاد کسان د کابل ښار د څلورمې، پنځمې، شپږمې، اومې، اتمې، لسمې، یوولسمې او شپاړلسمې ناحیو او همدارنګه د چهاراسیاب، شکردرې او بګرامي ولسوالیو په اړوند سیمو کې د غلا، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د پلېټ نمبرونو د غلا، جعل او تذویر، اخلاقي جرمونو، د نشه يي توکو د پلور، د عامه  امن او نظم د اخلال، شکونې او د څارنوالۍ د قرار له مخې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.