ولسمشر نانا اکوفو د ګانا د ولسمشریزو ټاکنو ګټوونکی اعلان شو

روهي (پنځه نۍ/ ۲۰ د لیندۍ)، د ګانا ولسمشر نانا اکوفو یو ځل بیا د ۵۱،۵۹ سلنه رایو په ګټلو سره د ګانا د ولسمشریزو ټاکنو ګټوونکی اعلان شو.

پرون د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو کمېسیون د پایلو له اعلان سره سم د لودیځې افریقا په دې هېواد کې د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان په غبرګون کې وژونکي تاوتریخوالي زور اخیستی.

د ګانا هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې نانا اکوفو خپل اصلي سیال پخواني ولسمشر جان مهما او ۱۰ نورو نوماندانو ته ماتې ورکړې، چې خپلواکو څارونکو په دې هېواد کې  وروستۍ ټاکنې سوله ییزې بللې او له همدې امله یې دې هېواد ته مبارکي ویلې.

خو د ټاکنو له پایلو سره هممهاله په دې  هېواد کې  تاوتریخوالي زور اخیستی چې دا تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو او د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې سبب وګرځيد چې د مهما او اکوفو ډلو د خپلو کاندیدانو د بریا ادعاوې وکړې.