دجوزجان د سروزرو په کان کې سيد منصور نادري 50 ميليون ډالره پانګونه کوي

د افغانستان د کانونو وزارت وايي، چې د يوه تړون له مخې يې د جوزجان د قره ذغن د سروزرو د کان دپلټنې او استخراج چاري د سيد منصور نادري په مشرۍ يوه خصوصي شرکت ته سپارلې. نوموړی شرکت به په دغه کان 50 ميليون ډالره پانګونه کوي. د لومړي ځل لپاره د نړۍ د کانونو په برخه کې يو لوی پانګوونکي بانک (مورګن بانک چي پي) په دغه کان کې د پانګونې علاقمندي ښودلې. د دغه بانک پانګونه به نور شرکتونه هم د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته وهڅوي. په افغانستان کې د سروزرو د کانونو څرک پر جوزجان سربېره په هلمند ، تخار او بغلان کې هم لګېدلی.