ولسمشرۍ ماڼۍ ته د روغتيا وزارت دوه وړاندېزونه: ماسک اچول دې اجباري او ۵۰سلنه دولتي کارمندان دې له کورونو چارې تر سره کړي  

روهي (څلورنۍ/۱۹ د لېندۍ)، عامې روغتيا وزارت هېواد کې د کرونا ويروس د دویمې څپې د خورېدو د مخنوي په پار  حکومت ته وړاندېزي طرحه وړاندې کړې ده. 

دغه طرحه کې غوښتل شوي‌ دي چې  پنځوس سلنه دولتي کارمندان دې له کورونو چارې تر سره کړي او همدا ډول دې ماسک اغوستل اجباري شي. 

دغه طرحه کې د دولتي کارمندانو ترڅنګ د خصوصي سکتور کارمندان هم شامل شوي دي او د دوه مياشتو په پار د دغه وړندېزونه ويل شوي دي. 

د روغتيا وزارت يو بل وړاندیز دا دی، چې هغه وړونکي موټرې چې له پنځو کسانو ډېر کسان ځايوي، بايد بند کړی شي. 

د ولسمشر وياند صديق صديقي د عامې روغتيا وزارت د دغه طرحې په اړه ويلي دي چې دغه وړاندېزونه به له کتنې او مطالعې وروسته پلي شي.