کورنیو چارو وزارت: ننګرهار کې د نشه يي توکو دوه زېرمې کشف او له منځه یوړل شوې

روهي (څلور نۍ/ ۱۹ د لیندۍ)، د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۳۸۱ کیلوګرامه چرس او تریاک کشف او ترلاسه کړي دي.

د وزارت په وینا، چې یاد نشه يي توکي له دوه زېرمو څخه ترلاسه شوي دي.
په همدې حال کې؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له ځانګړو ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر یوه استوګنیز کور د یوه بل عملیات په پایله کې ۵۸ کیلو ګرامه تریاک او هیرویین او همدارنګه یو میل وسله او یو اندازه مهمات هم ترلاسه کړي دي.