د سویلي افریقا کریکټ ملي لوبډله له ۱۴ کلونو وروسته پاکستان ته سفر کوي

روهي (څلور نۍ/۱۹ د لیندۍ)، د سویلې افریقا کریکټ منلې چې د ۲۰۰۷ میلادي کال وروسته به راتلونکی ۲۰۲۱ کال کې ددې هېواد ملي لوبډله د سیالیو په موخه پاکستان ته سفر وکړي.

د سویلي افریقا کریکټ بورډ په وینا، چې پاکستان د یاد سفر پرمهال به د پاکستانۍ لوبډلې خلاف دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې د کراچۍ، راولپینډۍ او لاهور ښارونو کې به ترسره شي.

ټاکل شوې چې دغه سفر د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ له ۱۴ د فبرورۍ تر ۲۶ مې نیټې ترمنځ ترسره شي؛ چې دا به له ۲۰۰۷ کال وروسته د پاکستان او سویلې افریقا ترمنځ د دوه ټېسټ سیالیو سریز وروسته چې سویلي افریقا پکې ۱-۰ پاکستان ته ماتې ورکړې وه د پاکستان په کوربه توب لومړی سیالۍ وي.

د پاکستان او سویلې افریقا ترمنځ یادې سیالۍ به لومړۍ ټېسټ لوبه به د جنورۍ له ۲۶ د تر ۳۰مې، دوهمه د فبرورۍ له ۴ تر ۸مې او د شل اوریزو سیالیو لړۍ لومړی لوبه به د فبرورۍ په ۱۱ دوهمه په ۱۳ او دریمه په ۱۴ نیټه ترسره شي.