چارواکي: غزني کې د پوځ پر اډې موټر بم برید ۳ سرتېري وژلي

روهي (څلور نۍ/ ۱۹ د لیندۍ)، د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، چې بیګاه دولس بجې ددې ولایت د اندړو ولسوالۍ په ملا نوح بابا سیمه کې د ملي اردو پر یوې اډې د موټر بم برید په پایله کې درې سرتېري وژل شوي.

د غزني د والي ویاند وواحد الله جمعه زاده وايي، چې یو ځانمرګي بریدګر چې د هاموې ټانک په واسطه یې غوښتل ترڅو د ملي اردو بېز ته ځان ورسوي د ملي اردو د ځواکونو لخوا له پېژندلو وروسته په نښه شوی او چادونه یې کړې چې له امله یې د پوځ درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړی همدا راز زیاتوي، چې وسله والو طالبانو غوښتل چې دغه مرکز ته څېرمه د محمود ځنګل په سیمه کې د ملي اردو پر پوسته د مازدا موټر په واسطه یو بل برید هم وکړي، ‎خو دغه موټر نه دی چاودلی او د ملي اردو لاس ته ورغلی دی.