هلمند کې امنیتي ځواکونو لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړي

روهي (څلور نۍ/ ۱۹ د لیندۍ)، د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې ځواکونو یې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولايت، نهرالسراج ولسوالۍ اړوند مکتب سيمه او ۶۰۱ نمبر شاهراه په لويه لاره د ګرځنده ګزمو او سړک د چک و کنټرول پرمهال ۳۰ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه او ۲۰ کړۍ د پرسونل ضد ماينونه کشف او شنډ کړي.

دفاع وزارت ادعا کړې "چې د وسله والو طالبانو لخوا د ولسي خلکو ته د زيان اړولو په موخه ځای پر ځای شوي وو".
بلخوا طالبانو تر دې مهاله په دې اړه رسنیو ته څ نه دي ویلې.