د نړۍ هېوادونو سره بلد شئ؛ د کوېټ هېواد 

د کوېټ کلمه عربي رېښه لري او د عربي ژبې د (کوت) له کلمې اخېستل شوې ده. عربي کې کوت د سنګر يا پوځي کلا مانا ورکوي. له ۱۷ ميلادي پېړۍ وړاندې د اوسني کويټ په سيمه کې څوګ نه وو او د ۱۷مې پېړۍ په لومړيو کې یو شمېر عرب شيخان هلته مېشت شول. د وخت په تېرېدو سره د عراق، بنګلادېش، هندوستان او  ځينو نورو هېوادونو سوداګر په دغه سيمه کې پاتې او سوداګريزې چارې یې پيل چې په پایله کې یې کويټ په يو سوداګريز مرکز بدل شو. 

د ۲۰مې ميلادي پېړۍ په سر کې او هغه چې په ترکيه کې عثماني امپراتوري وه، کويټ له يادې امپراتورۍ سره ستونزې پيدا او په هندوستان کې د برېتانوي هند سره د ساتنې او ځان دفاع تړون لاسليک کړ. کويټ په ۱۹۶۳ز کال کې د ملګرو ملتونو د غړي هېواد او يو خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژندل شو. 

سياست او حکومت: 
کويټ مشروطه شاهي حکومت لري. د دولت او حکومت مشري یې امير کوي خو اداري چارې یې لومړی وزير سمبالوي. لومړی وزير هم بايد له شاهي کورنۍ وسي. کويټ د ملي جرګې په نوم پارلمان لري چې په ازادو رايو ټاکل کيږي او د دوی د اساسي قانون اړوند د حکومت د کابينې د وزيرانو د لېرې کولو صلاحيت ورکړل شوی دی.  که څه هم د کويټ اساسي قانون د سياسي ګوندونو فعاليت ته اجازه ورکړې خو تر اوسه هلته سياسي ګونديز فعاليتونه نه شته.

 ملګرو ملتونو کې له غړېتوب وروسته کوېټ د نړۍ له هېوادونو سره ټينګې اړيکې لري؛ له عربي هېوادونو سره یې اړيکې نېږدې خو اسرائيل په رسميت نه پېژني. کويټ اووه کاله وړاندې افغانستان کې خپل سفارت پرانېست. کويټ د صدام حسين د حکومت پر مهال عراق سره ترېنګلې اړيکې درلودې او د عراق له خوا پرې يرغل شوی وو. هغه مهال د دوه ورځو دننه د کويټ پوځ تسليم او ځيني سرتيري یې سعودي عربستان او بحرين ته تښتېدلي وو. صدام حسين کويټ د عراق ۱۹م ولايت اعلان کړی وو. پر کويټ د عراق د بريد يو عمده لامل د تيلو وو چې د کويټ د ډېرو تيلو توليد د عراق پر اقتصاد منفي اغېز کړی وو. هغه مهال عراق د کويټ ۸۰ مېلېارده امريکايي ډالر پوروړی وو او د کويټ له خوا د يادو پيسو د غوښتنې له امله عراق کويټ يرغل کړ. 

د امريکا متحدو ايالتو په ۱۹۵۱ کال په کويټ کې خپله کونسلګري خلاصه او ياد هېواد یې په رسميت وپېژندلو. د امريکا متحدو ايالتو له خوا د ترهګرۍ ضد په نوم پيل شوې جګړې کې، کويټ د متحدو ايالتو ملتيا کوي.

وګړي او پراخوالی: 
کويټ ۱۸زر کيلو متره پراخوالی لري او د نړۍ ۱۵۲ ستر هېواد دی. نېږدې څلور نيم مېلېونه وګړي‌لري چې د وګړو پر اساس د نړۍ ۱۲۷ ستر هېواد حسابيږي. د کويټ رسمي دين اسلام او ۷۴ سلنه وګړي یې مسلمانان دي. د عيسويانو سلنه کويټ کې ۱۸ ته رسيږي. د کويټ پلازمېنه په خپله د کويټ نوميږي. 

اقتصادي او پوځي ځواک: 
کويت د اقتصادي ځواک پر بنسټ د نړۍ ۵۷ غښتلی هېواد دی او تيل یې ستر توليد دی. کويټی دېنار د نړۍ ترټولو بارزښته روپۍ دي. کويټ يوازې ۳۰ زره وسله وال پوځ لري. 

د کويټ هېواد په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- د کويټ هېواد بيرغ تور، سپين، سور او شين رنګونو جوړ شوی دی، چې سور رنګ یې د قربانۍ، تور رنګ یې د جګړې په ډګر کې دښمن ته د ماتې، شين رنګ د زرغونتيا او سپين رنګ د رېښتنولۍ سمبولونه دي. 

۲- د عراق له يرغل پېړۍ وړاندې کويټ د عثماني امپراتورۍ برخه ګرځېدلې وه. 

۳-عربي هېوادونو کې کويټ لومړی هېواد دی چې منتخب پارلمان لري. 

۴-د اوښانو سيالۍ او لوبې کويټ کې عامې دي. 

۵- د نړۍ د ټولو هېوادونو په پرتله کويټ د مړینې کچه ټيټه ده.