عمران خان وايي د مخالفو ډلو له استعفاګانو وروسته به د خالي چوکیو لپاره نور انتخابات ترسره کړي

روهي ( څلور نۍ/ ۱۹ د لیندۍ )، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د حکومت د مخالفو ګوندونو د یوالي ( پاکستان ډيموکراتیک مومنټ ) د استعفاګانو د خبرادري په ځواب کې ویلې، چې حکومت به د خالي چوکیو لپاره نور انتخابات ترسره کړي.

پرون د (PDM) مشر مولانا فضل الرحمن د مخالفو ګوندونو له مشرانو د ګډې غوندې وروسته ویلې، چې د حکومت مخالفو ګوندونو منتخب غړي به د دسمبر تر ۳۱ د خپلو چوکیو استعفاګانې د خپلو ګوندونو مشرانو ته وسپاري.

د راپورونو له مخې، عمران خان پرون بغیر له دې چې  کوم هېواد نوم واخلي ویلې، چې د مخالفو ډلو تر شا ځيني هېوادونه دي چې نه غواړي ترڅو پاکستان باثباته وي.

د پاکستان مخالف ګوندونه د پاکستان اوسنی حکومت د پوځ لخوا جوړ شوی حکومت یادوي او په وینا یې تر هغه چې عمران خان استعفا ورکړي  نه وي خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

بلخوا د پاکستان پوځ د اپوزسیون وروستي تورنه بې بنسټه بللې او ویلې یې دي چې د قانون په رڼا کې به د اوسني حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي.