سردار لطيف کوسه د پنجاب نوی ګورنر وټاکل شو

 د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پرون ماښام د پاکستان پخوانی قاضي القضات سردار لطيف کوسه د پنجاب د نوي والي په توګه وټاکه. د يادونې وړ ده چې د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثير يوه اونۍ مخکې د خپل يوه ساتونکي له خوا اسلام ته دسپکاوي د جزا له قانون سره د مخالفت له امله ووژل شو. يو شمېر مذهبي کړيو د سلمان تاثير د وژنې هرکلی وکړ او له خلکو يې غوښتنه کړی وه ، چې د ده په جنازه کې ګډون ونه کړي.