د بخښنې نړیوال سازمان:  د بحثونو له پېل سره دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي

روهي (څلور نۍ/ ۱۹ د لیندۍ)، تمه ده نن په قطر کې د افغان دولت او طالب پلاویو ترمنځ پر اجنډا جدي بحثونه پېل شي، چې  هممهاله د بخښنې نړیوال سازمان له دواړو ډلو غوښتې ترڅو اروبند ته لومړيتو ورکړي.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا د برخې څېړونکي زمان سلطاني، تازه په یوه مرکه کې ویلې: "چې مونږ په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته اندېښمن یو او د ولسي وګړو مرګ ژوبله د خورا اندېښنې وړ ده، نوموړي هیله څرګنده کړې د سولې روانې خبرې به په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسیدو سبب وګرځي."

په قطر کې به نن د افغان دولت او طالب مرکچیانو ترمنځ د افغانستان د روانې جګړې د ختمیدو په اړه جدي بحثونه پېل شي چې د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله په خبره چې دا خبرې به خورا " جدي او مهمې" وي.

عبدالله عبدالله پرون په کابل کې وویل، چې ددې  خبرو تر ټولو لومړی غوښتنه به اوربند وي، ځکه چې د نوموړي په خبره د سولې د خبرو د پرمختګ په وړاندې  تر ټولو ستر خڼډ د تاوتریخوالي دوام دی.