افغانستان کې له ادارې فساد سره د مبارزي شبکه وایي حکومت لا هم د فساد په وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلی

روهي ( څلور نۍ/ ۱۹ د لیندۍ)، په افغانستان کې له ادارې فساد سره د مبارزي شبکه وایي، چې د ژمنو سره سره هم حکومت د اداري فساد په وړاندې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي او له اداري فساد سره یې د مبارزې په برخه کې لا هم له افعان ولس او نړیوالو سره په کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې شبکې اجرایوي مشر خان زمان امیرخېل په خبره چې د ځینو کوچینو پرمختګونو سربېره حکومت لا هم د فساد په وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلی، چې له امله یې هېواد ګڼو ستونزو سره مخ دی د نوموي په خبره حکومت یې په وړاندې د نقد توان نه لري او که د فساد په وړاندې د مبارزې شواهد ور ښایي نو د ځپلو هڅه یې کوي.

د فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د نمانځې په پار یاده غونډه چې یو شمېر افغان چاوراکو او د ملي شورا غړیو هم پکې ګډون کړی و ګډونوالو یې حکومت د فساد سره د مبارزې په برخه کې پړ وبله او په دې برخه کې یې یوازې د شعارونو په ورکولو تورن کړ.

د دوی په وینا چې دې برخه کې هېڅ عملي اقدام نه دی شوی او د فساد د مبارزې په برخه کې یوازې حکومت نړیواله ټولنه او خلک په تشو وعدو او خبرو غولوي؛ د ملي شورا غړی حسیب الله کلیمزی د حکومت لخوا د فساد د دوسیو د نه څېړلو او په واشنګټن کې د افغان سفارت دېوال په جوړیدو کې د یو میلیون افغانیو د فساد په اړه د کره شواهدو د شتون ډاډ ورکړ او په خبره چې افغان دولت تر اوسه په دې برخه کې د دوی د کره اسنادو په وړاندې کولو سره هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

په افغانستان کې داسې مهال د فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ نمانځل کیږي چې هر کال په دې هېواد کې د فساد په اړه ګڼ راپورونه خپریږي، چې په همدې موخه د چارو پوهان خبرداری ورکوي، که حکومت دغو ‌‌‌‌‌‌ راپورونو او له فساد سره د مبارزې د برخې د فعالینو کار ته ارزښت ورنه کړي، له دغه هېواده به په اسانۍ د فساد ټغر راټول ناشونی وي.