خوست کې روان کال دوه زره او ۹۱۸ ټنه ګنۍ تولید شوي

روهي (څلور نۍ/ ۱۹ د لیندۍ)، د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د دې ولایت د مرکز متون په ګډون باک او صبریو ولسوالیو کې پر۵۸۶هکتاره ځمکه ګنۍ کرل شوي دي.

د خوست د کرنې رییس انجنیر شاه حفیظ الله نوري وایي، چې د ګنیو حاصلاتو د زیاتېدو په پار یې هڅې چټکې کړي دي، چې سږ کال به وکولای شي څه باندې دوه زره او ۹۱۸ ټنه ګڼي تولید کړي.

دغه راز د خوست د کرنې ریاست د ګنیو د پراختیا په پار کروندګرو سره هر اړخیزې همکارۍ، د ناروغیو او افاتو ضد درمل وېشل او د ګنیو د کرکېلي او ښې پېژندنې په پار روزنیزې برنامې هغه چارې دي، چې کروندګرو ته ترسره شوي دي.

خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ د هېواد د ګنیو لوی تولیدونکی ولایتونه ګڼل کیږي، چې هر کال په زرګونه مټریک ټنه ګنۍ له یادو ولایتونو څخه راتولیږي او په بېلابېلو برخو کې کارول کیږي.