
روهي (درې نۍ/۱۸ د لېندۍ)، ټاکل شوې ده چې سبا به د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوي پر يو شمېر جدي او بنسټيزو مسايلو سره خبرې وکړي.
د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ اوربند کول؛
د افغانستان اسلامي جمهوريت نظام ساتل؛
اساسي قانون؛
د لاس ته راوړنو ساتل؛
د ازاديو ساتل؛
او د امنيتي ځواکونو ساتل د افغان حکومت بنسټزې غوښتنې دي.
له بلې خوا له ورستاړو او مختاړو پرته اسلامي نظام؛
د ديني عالمانو د سرتاسري شورا جوړل؛
د شرعې په چوکاټ کې د ښځو او سړيو ازادۍ؛
او د اسلامي اصول په چوکاټ کې د رسنيو ازادي؛ د طالبانو غوښتنې او د بحث مسايل دي.
ورته وخت کې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ويلي دي، چې سبا به دوحه کې د دواړه خواو له لوري پر جدي مسايلو بحث وشي.