د امريکې مرستيال ولسمشر جوبايدن چې پرون په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی ، نن له حامد کرزي سره تر دوه ساعته خبرو وروسته يوه خبري کنفرانس ته وويل، چې که چېرې افغانان ونه غواړي نو امريکايي ځواکونه به تر 2014 کال وروسته ْه بشپړه توګه ونه وځي او له افغانانو سره به خپلومرستو ته دوام ورکړي. ده وويل چې امريکا افغانستان ته د دې لپاره نه ده راغلې چې دلته ملت جوړ کړي ، خو امريکا ژمنه ده چې له افغانانو سره د ملت په جوړونه کې مرسته وکړي.
وروستي